د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پر پیاوړي کولو غور کوي


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پر پیاوړي کولو غور کوي.

د ناټو په مشرۍ د "غوڅ ملاتړ ماموریت" اوس‌مهال د افغانستان امنیتي ځواکونو د روزنې په پروګرامونو کې مرسته کوي او مشورې ورکوي.

ینس سټولټنبرګ په یکشنبه له جرمنۍ ورځپاڼې وېلټ ام سونټاګ "Welt am Sonntag" سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ته په پام، په هغه هېواد کې د خپلو پوځیانو شمېر پر زیاتولو غور کوي.

اوس‎مهال ناټو په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۳ زره عسکر لري.

دا عسکر په پوځي عملیاتو کې د افغانستان امنیتيو ځواکونو ته مشوره ورکوي، پوځیان او پولیس روزي او د عملیاتي پلانونو په جوړولو کې مرسته ورسره کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د جرمني ویلټ ام سونټاګ ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي په حواله لیکلي چې د تړون ۲۸ غړي به د روان کال تر جون میاشتې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیاتولو او د هغوی ماموریت د تمدید په اړه پرېکړه وکړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا کانګرس ته ویلي و چې په افغانستان کې اوس‎مهال، زرګونه نورو پوځیانو ته اړتیا لیدل کېږي.

جنرال جان نېکلسن کانګرس ته په وینا کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې يې ماموریت له بن بست سره مخامخېدلای شي.

د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده هغه ګڼل کېږي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې په رسمي ډول خپله جګړه پای ته ورسوله.

د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې له هغه راهیسې د وسله‎والو طالبانو حملې زیاتې شوي او ملکي تلفات لوړ شوي دي.

په افغانستان کې وروستۍ ستره حمله، په بلخ کې د ملي اردو پر ۲۰۹ شاهین قول اردو وشوه چې لږ تر لږه ۱۳۵ تنه په‎کې ووژل شول.

د راپورونو پر اساس، د حملې زیات قربانیان د ملي اردو منصبداران او عسکر وو.

د امریکا د متحده ایالاتو نوې ادارې چې د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې یا داعش د له‎منځه وړلو هوډ يې کړی، څو اوونۍ مخکې خپل تر ټولو ستر غیر اټمي بم، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر وسله‎والو استعمال کړ.

له بله پلوه، د امریکا متحده ایالاتو ۳۰۰ سمندري عسکرو د روانې اوونۍ په پیل کې په هلمند کې خپل پوځي مأموریت پیل کړ.

د امریکا دا سمندري عسکر هم د ناټو په مشرۍ په هلمند کې ځای پر ځای شول.

هغوی به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکوي او د روزنې پروګرامونه به پر مخ بیايي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې ناټو تړون غواړي چې افغانستان کې له ترورېزم سره مبارزه کې خپل رول پیاوړی کړي او د افغانستان د سیمه‌ییزو امنیتي ځواکونو د روزنې د پروګرامونو پر پراخولو غور زیات کړي.

ینس سټولټنبرګ ویلي چې ناټو، د افغانستان او عراق د مأموریت تر څنګ، د زیات کار توان لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG