د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارزګان چارواکي: د طالب قوماندان په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي


د ارزګان چارواکي وايي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یو مهم طالب قوماندان ملا شکور په ګډون ۲۵ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات د مرکز ترینکوټ په شمال ختیځه برخه کې ترسره شوي دي.

نوموړي وویل چې دغو عملیاتو کې درې پولیس هم ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال ۱۲ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د خالد په نوم پوځي عملیات د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف پیل شوي او لا هم روان دي.

بلخوا ارزګان کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او څلور ملکیان ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ یوه قومي مشر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د هاوان دغه مرمۍ تېره ورځ ناوخته د چورې ولسوالۍ په کونج کلي کې پر یوه کور لګېدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG