د لاسرسي ځای

عراق: یوه ډله ایزیدیان د داعش له منګولو ژغورل شوې


د ملګروملتونو سازمان وايي، په عراق کې د ایزیدیانو یوه شپږدېرش کسیزه ډله له درې کلونو وروسته د اسلامي دولت ډلې یا داعش له "غلامۍ" وژغورل شوه.

دا کسان د اپریل په ۲۸ ژغورل شوي دي.

د ملګرو ملتونو بشري همغږۍکوونکې لیز ګراند ویلي، د ژغورل شویو کسانو له ډلې ښځو او نجونو ته د عراق، موصل ښار شمال ته پروت کرد میشتي دهوک ښارګوټي کې د اوسېدو ځای، کالي، درمل او د رواني ناروغیو مرستې رسېږي.

له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې 'داعش' جګړه مارو زرګونه ایزیدي نجونې تښتولي او هغوی یې ځورولې دي.

په داسې حال کې چې ځینې دا ایزیدي نجونې د اسلامي دولت ډلې له منګولو په تېښته هم بریالۍ شوې دي خو بیا هم درې نیم زره نجونې د داعشیانو په بند کې دي.

XS
SM
MD
LG