د لاسرسي ځای

'د پاکستان پوځ مشر دې زما زوی راخوشې کړي'


د بلوچستان لوړو زدکړو سېکرېټري عبدالله جان پلار د پاکستان پوځ له مشره په یوه استول شوي لیک کې غوښتنه کړې چې د ده برمته شوي زوی د راخوشې کولو لپاره دې کردار اد کړي چې د مارچ په ۱۵ مه نېټه له کوټې ښاره ناڅرګندو کسانو تښتولي وو او لا یې هم هېڅ پته نه لګېږي.

د عبدالله جان زوی عتیق الله له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې نیکه یې د خپل زوی په تښتولو ډېر زیات اندېښمن دی.

د تعلیم سېکرېټري د راخوشې کولو لپاره د بلوچستان صوبې کارمندانو بیا بیا لاریونونه هم کړي دي.

په دغه صوبه کې تر اوسه په لسګونه ډاکټران، وکیلان یا نور کاروباري شخصیوتونه د ناڅرګندو مافیايي کړیو له لوري د پيسو لپاره تښتول شوي دی.

XS
SM
MD
LG