د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه کې مکرون او لوپین د انتخاباتو دوهم دور ته وتلي


د فرانسې د ولسمشرۍ د پرونیو انتخاباتو نېږدې بشپړه پایله ښيي چې منځ‌لاری کاندید ایمانویل مکرون او ښي اړخه سیاستواله ماري لوپین د انتخاباتو دوهم دور ته وتلي دي.

ټاکل شوې ده چې د فرانسې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو د راتلونکې مې میاشت په ۷مه نېټه وشي.

د نېږدې ۹۹ په سلو کې شمېرل شویو رأیو پایلې ښيي چې مکرون ۲۳ عشاریه دوه اتیا اوماري لوپا یوویشت عشاریه ۵۷ په سلو کې رأی ګتلي دي.

لوپا د انتخاباتو پایله تاریخي وګڼله او مکرون بیا خپل پلویان وستایل چې د نوموړي په وینا د فرانسې مسیر يې بدل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG