د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس افغان حکومت ته د ټرمپ پالېسي اعلانوي


د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر چې کابل ته تللی وايي، د ملي یووالي حکومت ښه رهبري لري او د ډونالد ټرمپ د ادارې نوې ستراتیژي به افغان حکومت ته اعلان کړي.

جنرال جېمز مټېس د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د متخصصینو یوه ډله ورسره مله ده چې د افغانستان موجوده وضعیت او ستونزې وڅېړي او د حل لپاره‌يې په شریکه کار وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس

هغه زیاته کړه:

"موږ په افغانستان کې ستونزې ارزوو، په دې هېواد کې جګړه د یو ملت نه، بلکې د ملتونو ده او د ختمولو لپاره‌ يې ګډ کار او هڅو ته اړتیا ده."

مټېس همداراز وویل چې ۲۰۱۷ میلادي کال به افغان ځواکونو ته یو ستونزمن کال وي خو دوی به د دغه ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي.

نوموړي همداراز له وسله‎والو طالبانو غوښتنه وکړه چې په رښتیني ډول د سولې له پروسې سره یوځای شي.

مټېس روسیې ته په اشاره وویل چې دا هېواد په بېلابېلو مسایلو کې دخیل دی، خو دوی له روسیې سره خپلو ډیيلوماتیکو خبرو ته دوام ورکوي.

د ده په خبره که روسیې له وسله‎والو طالبانو سره پوځي مرسته کړې وي نو دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

له بلې‎خوا په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځيانو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم د مسکو غونډې ته په اشاره وویل، هر هغه هېواد چې د افغانستان سولې بهیر ملاتړ وکړي امریکا يې هرکلی کوي.

نېکلسن پر داعش وروستۍ حمله دغې ډلې ته څرګند پیغام وګاڼه او ويې‌ ویل چې دغه ډله د نړۍ لپاره ستر ګواښ او د دوی پروړاندې به خپلو حملو ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په یو نا اعلان شوي سفر د دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړ.

د نوموړي د تګ هدف د افغانستان امنیتي وضعیت ارزول او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې څرنګوالی دی.

د امریکا د دفاع وزیر افغانستان کې له مېشتو سرتېرو سره هم کتلي دي.

تر دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. آر مک‌مسټر کابل ته ورغلی او له افغان چارواکو سره‌ یې کتلي دي.

دا دویم لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې واک ته د ډونالد ټرمپ له رسېدو وروسته کابل ته سفر کوي.

مکماسټر ویلي ول هغه طالبان چې سوله نه‌ کوي باید ماتې ورکړل شي او پاکستان ته‌يې ویلي ول چې باید د ترهګرو ډلو څخه د جنګي وسیلي په توګه استفاده ونه‎کړي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د امریکا د دفاع وزیر او افغان لوړپوړو چارواکو تر منځ د خبرو اجنډا اوږدمهاله همکاري او له ترورېزم سره پر مبارزې راڅرخېده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل:

"په دغه کتنه کې د امریکا دفاع وزیر له افغانستان سره په اوږدمهاله همکارۍ خبرې وکړې، همداراز د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیزې خبرې وشوې."

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګې اداري پلاوی هم افغانستان ته د مټېس سفر مهم بولي او د حکومت له مشرانو غواړي چې د افغانستان امنیتي وضعیت، ستونزې او د ګاونډیو هېوادونو د مداخلو په اړه د امریکا دفاع وزیر ته بشپړ معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون ازادي راډیو ته وویل:

"افغانستان ته د امریکا د هر لوړپوړي چارواکي سفر ګټور تمامېږي، خو په دې شرط چې زموږ حکومت وتوانېږي واضح پیغامونه ورته ولري، چې امریکايي پلاوی د افغانستان وضعیت ښه تحلیل کړي او ټرمپ ته قناعت ورکړي."

له بل لوري د سیاسي چارو کارپو اسدالله والوالجي په دې باور دی چې د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د افغانستان په اړه کره پرېکړه ونیسي.

د ده په وینا د افغانستان په ختیځ کې د امنیتي وضعیت ښه‌والی او دغه‌ شان په دغه هېواد کې د وسله‎والو مخالفینو ځپل د ډونالډ ټرمپ د ادارې په کاري لومړیتوبونو کې دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG