د لاسرسي ځای

د افغانستان لپاره به امریکا له پاکستان سره په دښمنۍ واوړي؟


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلام‌اباد او واشنګټن په خپلو کې دوستانه اړیکې لري او دواړه هېوادونه په ګډه د ترهګرو پروړاندې مبارزه کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا له ازادي راډیو سره دغه څرګندونې د کابل لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د هغو خبرو په غبرګون کې وکړې چې ویلي ول، ''که پاکستان د افغانستان په اړه خپل دریځ معلوم نه‌کړي ښايي له واشنګټن سره‌ یې د دوستۍ اړیکې پر دښمنۍ بدلې شي."

د زکریا په خبره پاکستان له توپیره پرته د ترهګرو د ځپلو په برخه کې اقدامات کړي او امریکایان د دې اقداماتو شاهدان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا

"تر کومه چې پاکستان پورې اړه لري موږ له توپیر پرته د ټولو ترهګرو ډلو پروړاندې اقدامات کړي، د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې دواړو پاکستان او امریکا اقدامات کړي، موږ متحد یو، په ګډه جګړه کوو او په ورته وخت کې د همکارۍ لپاره ځانګړي مېکانیزمونه لرو او پاکستان او امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې له ډېرې مودې راهیسې له یو بل سره همکاري کوي."

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې له افغانستان سره‌ یې اړیکې سړې دي خو د اړیکو رغېدو لپاره هڅې کوي.

بلخوا د کابل لپاره د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي, ''که پاکستان د افغانستان په اړه خپل دریځ بدل نه‎کړي ښايي د اسلام‎اباد او واشنګټن اړیکې له دوستۍ څخه دښمنۍ ته واوړي.''

دا لومړی ځل نه ‎دی چې امریکايي چارواکي د پاکستان پر ضد دا ډول څرګندونې کوي خو ښايي د پاکستان پر ضد د زلمي خلیلزاد څرګندونې په خپل ډول کې لومړنۍ وي.

د کابل لپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد
د کابل لپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد

په ورته وخت کې د نیوزویک په نامه یوې مجلې بیا د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې د ترهګرۍ پروړاندې د پاکستان د رښتینې مبارزې له ادعاوو سره-سره لا هم د القاعده مشر ایمن‌الظواهري د پاکستان په کراچۍ ښار کې دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې د نیوزویک دا راپور بې‌بنسټه بولي.

د نړیوالو چارو یوشمېر کارپوهان وايي، پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې له امریکایانو سره ښې او ټینګې اړیکې پاللي او تمه نه‌کېږي چې امریکا دې د افغانستان پر مسله خپلې اړیکې له پاکستان سره خرابې کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم
د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم

د نړیوال چارو کارپوه انتظار خادم وايي:

"د نړۍ پر مخ لوی قدرتونه نړیوالو هدفونو ته د رسېدلو لپاره له یو بل سره یوځای کېږي کله-کله تکتیکونه بدلېږي خو هدفونه ثابت پاتې کېږي زه تر ډېره په دې باور یم چې د پاکستان او امریکا دغه پنځوس کلنه یاري د دې باعث کېدای شي چې د دوی تر منځ نېږدې والی او تقرب همداسې ژوندی پاتې شي."

د ښاغلي خادم په خبره دا لومړی ځل نه‎دی چې پر پاکستان د امریکا او نورو قدرتونو له لوري له ترهګرو د ملاتړ له کبله دا ډول فشارونه راځي خو د ده په خبره د پاکستان حکومت د دې ظرفیت لري چې په ښه ډول له دا ډول فشارونو ځان وباسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG