دا خبره د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینهپال ازادي راډيو ته وکړه.
ځینو سرچینو ازادۍ راډيو ته وویل چې د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز او د ۲۰۹ شاهین قول اردو درې قوماندانان پر په بلخ کې د قول اردو د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو له دندو لیرې کړل شوې دي.
سرچینې دا هم ویلي چې طارق بهرامي د افغانستان دفاع وزارت د سرپرست او شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.
دغهراز له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان امانالله د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو د جمعې په ورځ په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله وکړه او د ځينو سرچینو په وینا په دې حملې کې ۱۴۰ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.