د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو بهیر روان دی


پولیسو د رایه اچونې د مرکزونو امنیت نیولی.
پولیسو د رایه اچونې د مرکزونو امنیت نیولی.

نن ( یکشنبه ) په فرانسه کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه روانه ده. دا ټاکنې له دې کبله مهمې بلل شوې چې د روسیې او غرب اړيکو او اروپايي ټولنې يا يورپي يونين پر راتلونکې به اغېز ولري.

په دې ټاکنو کې يوولس تنه کانديدان دي. خلک تر هغې يوه ورځ وروسته رايې اچوي چې په پيرس کې يو پوليس افسر ووژل شو. د دې وژنې ذمه واري داعش وسله والې ډلې ومنله. ترهګري او امنيت د ټاکنو يوه مهمه موضوع ده. پنځوس زره پوليس او اوه زره پوځيان د ټاکنو پر مهال د امنيت لپاره ګمارل شوي دي.

لومړنۍ نظر پوښتنې ښئ چې ايمان ويل ماکرون او ميرين لي پين کيدای شي د مخکښه کانديدانو په توګه رامخته شي. اته څلويښت کلنه، ميرن لي پين د کډوالو او يورپي يونين خلاف ده او د کمپاين پرمهال يې داسې ښودله چې ګواکي هغه يواځينۍ نومانده ده چې فرانسه له اسلامي سخت دريځو ژغورلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG