د لاسرسي ځای

مومندو کې پر خاصه دارو برید شوی


د مومندو په الینګار سیمه کې د وسلوالو په یو برید کې، د سړک د غاړې په چاودنه کې د خاصه دارو یو سرتیری وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د سیمې چارواکي وايي، وسله والو په پلیو ( پیاده روانو ) خاصه دارو برید کړی او بیا وروسته تښتېدلي دي.

پولیټیکل انتظامیه وايي چې د بریدکونکیو لټون روان دی خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي. د برید ذمه واري کومې ډلې نه ده قبوله کړې.

XS
SM
MD
LG