د لاهور بار ايسوسيشن وکيلانو له وزيراعظم نوازشريف غوښتې چې په يوه اونۍ کې دننه دې خپله چوکۍ پريږدي.
دغو وکيلانو پرون لاهور کې يو خبري کنفرانس کې وويل، که د درغليوو تورونو په اړه د سپريم کورټ تر اورول شوې پريکړې وروسته هم وزيراعظم استعفا نه کوي، نو دوی به لويې مظاهرې پيل کړي.
د پاکستان سپريم کورټ د تېرې پنجشنبې په ورځ په پاناما کيس کې فیصلې په اورولو سره حکم وکړ چې درغليوو سره د وزيراعظم او کورنۍ د تړاو په اړه دې يو شريک تحقیقاتي ټېم نوې څېړنې وکړي.
د پاکستان حکمران مسلم لېګ (ن) ګوند د دې پرېکړې هرکلی کړی خو اپوزيشن ګوندونه وايي نواز شريف بايد دنده پريږدي.