د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور، خوست: ځوانانو د مشال په یاد مشالونه او شمې بلې کړې


په پېښور او خوست کې ګڼو ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو تېره اوونۍ د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکي مشال خان د وژنې پر ضد لاریون او غونډې کړې دي.

د پنجشنبې ماښام د پېښور ځوانانو مشالونه بل کړي ول او په ښار کې یې د لاریون پر وخت له حکومته غوښتنه وکړه چې نه یوازې دې د مشال خان کورنۍ ته انصاف ورکړي بلکې د سختدریځۍ مفکورې ضد دې هم کوټلي ګامونه واخلي. دوی په لاریون کې د مشال خان د بېګناهۍ او مظلومیت په حق کې نعرې هم ووهلې. هلته د جمعې پر شپه په خوست کې هم ځوانانو او فعالانو د مشال خان په یاد شمې بلې کړې. دوی له افغان او پاکستاني حکومتونو غوښتنه وکړه چې علمي مرکزونه دې د سختدریځۍ له فکره لرې وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG