د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګڼ کډوال افغانستان ته ستنېږي


د بشري حقونو یوه ډله وايي، روانه میاشت ګڼ بې اسناده کډوال له پاکستانه، افغانستان ته تللي دي.

د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا د پنجشنبې پر مازیګر وویل، دوی د اپرېل په لومړیو دوه اوونیو کې هره ورځ د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو نومونه لیکلي چې له پاکستانه، افغانستان ته ستانه شوي. د دې شورا په وینا، د روان کال د لومړیو درو میاشتو پرتله، په اپرېل کې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر زیات شوی دی. دې شورا په خپل بیان کې اندېښنه ښودلې چې د کډوالۍ اسنادو نه لرونکي کډوال ښايي خوندي نه وي او ورته اسانتیاوې ورنکړل شي. تېر کال له پاکستانه شاوخوا څلور لاکه راجسټر شوي او څه د پاسه دوه لاکه ناراجسټر کډوال افغانستان ته ولاړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG