د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانۍ ادارې د احمدي نژاد نوماندي رد کړه


ایرانی دولتي ټېلېوېژن وايي، نګهبان شورا د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد نوماندي رد کړې ده.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پر نوموړي ټینګار کړی وو چې ولسمشرۍ ته دې نه درېږي خو احمدي نژاد تېره اوونۍ د خپلې نوماندۍ له اعلان سره هېواد حیرانه کړ. خامنه يي ویلي، د احمدي نژاد نوماندي به ((یو وېشل شوی حالت)) پیدا کړي چې د ((هېواد لپاره تاواني)) دی. دولتي ټېلېوژن د جمعې پر شپه وویل، د نګهبان شورا په نوم ادارې د اوسني ولسمشر حسن روحاني او یوه سختدریځي خطیب ابراهیم رییسي نوماندي تایید کړې ده. ۵۶ کلن رییسي په انتخاباتو کې د ۶۸ کلن روحاني مهم سیال ګڼل کېږي. رییسي خامنه يي ته نېږدې کس دی او ټاکل شوې چې د انقلاب ساتونکي ځواک په ګډون د هېواد په سختدریځه حلقو کې د ډېریو ملاتړ تر لاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG