د لاسرسي ځای

د افغانستان حکومت اجراییه ریاست وايي هېڅوک حق نه لر‌ي چې اجراییه رییس ته فرمایش ورکړي چې په کومه برخه کې څه ډول پرېکړه وکړي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي نن (پنجشنبه) په کابل کې خبریالانو ته وویل عبدالله عبدالله د یو سیاسي رهبر په توګه خپل تصمیم نیسي، چې په کومه برخه کې مداخله وکړي​.

دا څرګندونې د بلخ والي عطا محمد نور د هغه څرګندونو په ځواب کې مطرح کېږي چې ویلي یې ول، د حکومت اجراییه رییس دې د احمد ضیا مسعود برطرفۍ په اړه ځواب ورکړي.

مسعود درې ورځې وړاندې په کارونو کې د نه بریالتوب له امله د ولسمشر د یو فرمان له مخې له دندې ګوښه کړل شو.

نوموړی د ښه حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار وو.

XS
SM
MD
LG