د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د استادانو احتجاجي مظاهره


د خیبر پښتونخوا د سکولونو استادان د خپلو غوښتنو په حق کې نن د پنجشنبې په ورځ د صوبې د اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره کوي او وايي سکولونه به بندوي.

په پېښور کې کېدونکې د دې مظاهرې ګډونوالو نن(پنجشنبه) مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د دوی موقتي ملازمتونه مستقل کړي او د استادانو اولادونو لره دې د تعليم په څانګه کې نوکرۍ ورکړي.

دوی زياتوي چې حکومت دې د وعدو کولو پر ځای د دوی د ستونزو هواري لپاره عملي ګامونه واخلي.بلخوا صوبايې حکومت وايي دوی د استادانو د ستونزو هواري لپاره کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG