د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر ۳۰ کسانو ته د مرګ سزا واوروله


د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په پېښور آرمي پبلک سکول برید کې د ککړو کسانو په ګډون د ۳۰ کسانو د مرګ سزا تایید کړې ده.

د پوځ مطبوعاتي څانګې د چارشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دغه کسان په پوځیانو او د امنیتي ادارو پر کارکونکیو په بریدونو، د سوات په سیدوشریف کې پر هوايي ډګر برید او همدا شان د ملکي کسانو په وژنه کې ککړ وو، چې د پوځي عدالتونو له خوا ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د پوځ مطبوعاتي دفتر زياتوي، په پاکستان کې د وسله والو پرضد د روان رد الفساد پوځي عملیاتو په لړ کې پوځي عدالت وسله والو ته د مرګ سزا ورکول تېز کړي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴م کال کې په پېښور (ارمي پبلک سکول) د طالبانو تر برید وروسته، پوځي عدالتونه جوړ کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG