د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاناما اسنادو کېس وروستۍ پرېکړه په پنجشنبه اورول کېږي


د پاکستان سپريم کورټ د سېشنبې په ورځ اعلان وکړی چې د پاناما اسنادو د کېس په اړه به وروستۍ پرېکړه د زیارت/پنجشنبې ورځ اوروي.

که څه هم عدالت د دې کېس په لړ کې ټول شواهد او بيانونه د فبروري پر ۲۳مه نېټه لا راغونډ کړي وو خو پرېکړه يې له ځان سره ساتلې وه.

د دې مقدمې اورېدنه به د جسټس آصف سعيد کوسه په مشرۍ کې پنځه کسيزه جرګه ګۍ کوي. د دې مقدمې په اورېدنې سره به د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف راتلونکی برخليک معلوم شي چې ايا دی پر خپلې چوکۍ د پاتې کېدو اهل ګرځول کېږي يا که نه.

د یادولو ده چې په تېر ۲۰۱۶م کال کې په میلینونو داسې اسناد په ډاګه شول چې پکې د نواز شریف د اولادونو په نومونو د لاطیني امریکا هېواد پاناما کې د مشکوک کمپنیانو او بېنک اکاونټونو ذکر شوی و.

د دغه اسنادو ترمخه د پاکستان سلګونه نور کسان هم له هېواده بهر دغه ډول اثاثې لري. له هغه وروسته د پاکستان په سپريم کورټ کې د نواز شريف خلاف د درغلۍ مقدمه پېل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG