د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ګوښه کېدنه به مې سیاسي ناکراري ته لاره هواره کړي'


احمد ضیا مسعود د ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري له دندې د لېرې کېدو په غبرګون کې وایي چې محمد اشرف غني په‎دې اقدام سره سیاسي بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې ته زمینه برابروي.

ښاغلی مسعود چې د دوشنبې په ماښام د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د فوق العاده استازي له څوکۍ نه لېرې شو، وايي د ملي وحدت حکومت د جوړېدو کتبي ژمنو له مخې هېڅ‎څوک نه‎شي کولای چې هغه له دندې لېرې کړي.

احمد ضیا مسعود وړاندې وویل:

"پخوانیو کتبي ژمنو ته په کتو ولسمشر هېڅ حق نه‎لري چې ما له دندې ګوښه کړي، ځکه دا یو مصلحتي حکومت و او هرې سیاسي ډلې چې انتخاباتو کې یې ګډون کړی او هغه له حکومته لېرې کېږي دا سیاسي بې ثباتۍ ته لاره هواروي او خدای مکړه دا به یوې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي."

نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په‎دې اړه له نوموړي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره مشوره نه‎ده کړې او باید دا حکم بېرته واخلي.

ښاغلی مسعود وايي، که افغان ولسمشر په خپل دغه اقدام بیا کتنه ونه‎کړي له خلکو سره له مشورې وروسته به په راتلونکو ورځو کې خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې خپل فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود د دوشنبې په ماښام د یو فرمان په ترڅ کې له دندې ګوښه کړ.

احمد ضیا مسعود د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر د فوق العاده استازي په توګه ټاکل شوی و.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی مسعود په خپلو کارونو کې د پاتې راتلو له امله د ولسمشر له‎خوا ګوښه شوی دی.

ښاغلی مینه‎پال د احمد ضیا مسعود له څرګندونو وروسته د سې شنبې په ورځ یو ځلي بیا ټينګار وکړ چې ښاغلی مسعود په خپلوکارونو کې ډېر مؤثریت نه درلود.

خو د احمد ضیا مسعود دا څرګندونې چې ګوندې ولسمشرغني دا حق نه‎لري چې نوموړی له دندې لېرې کړي له قانوني او حقوقي پلوه څنګه دي؟

د سیاسي او حقوقي چارو کار پوه کبیر رنجبر
د سیاسي او حقوقي چارو کار پوه کبیر رنجبر

دا پوښتنه د سیاسي او حقوقي چارو کار پوه کبیر رنجبر ځوابوي:

"له حقوقي پلوه احمد ضیا مسعود دا حق نه‎لري که هغه دا ډول څرګندونې کوي چی ولسمشر دا حق نه‎لري فکر کوم دا له حقوقي پلوه کوم اساس نه‎لري، دا اوس په یوه فرهنګ بدل شوی چې د چا ګټې له خطر سره مخامخ شي بیا د یوې کورنۍ جګړې او بلوا د پیل ګواښ کوي او ولسمشر او نظام چلینجوي."

نوموړي همدارنګه د احمد ضیا مسعود هغه څرګندونې چې ګنې په لېرې کېدو سره به کورنۍ جګړې او سیاسي بې ثباتۍ ته لاره هواره شي ناسمی وبللې او وايي چې دا څرګندونې ګټه نه کوي.

خو د سیاسي چارو کار پوه احمد سعیدي د افغانستان روان وضعیت ته په اشارې وايي چې له دندې د احمد ضیا مسعود د لېرې کېدو پریکړه او دې ته ورته نور اقدامات د هېواد په ګټه نه‎دی.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG