د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ولسمشر مې له دندې نه شي ګوښه کولای'


د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ګوښه کړل شوی استازی احمد ضیا مسعود وايي چې ولسمشر د ده د ګوښه کولو صلاحیت نه لري او باید خپل دغه فرمان بېرته واخلي.

احمد ضیا مسعود ګواښ کوي چې ولسمشر په دې کار سره سیاسي بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې ته زمینه برابروي.

مسعود نن(سېشنبه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د ملي وحدت حکومت له ټولو سیاسي ډلو جوړ دی او دا جوړ جاړی هم د کتبي هوکړو له مخې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ښې حکومتوالۍ په برخه کې خپل ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود د یو فرمان په ترڅ کې تېر ماښام چې د ملي تلوېزیون له لارې خپور شو ګوښه کړ.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال مشال راډیو ته ویلي چې ښاغلی مسعود په خپلو کارونو کې د پاتې راتللو له امله د ولسمشر له خوا ګوښه شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG