د لاسرسي ځای

د افغانستان د نورستان ولایتي چارواکي وايي د دغه ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو طالبانو په نښته کې د دغه ډلې یو قومندان وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم بېګاماښام ناوخته مشال راډیو ته وویل د دوشنبې په ماښام د دغه ولایت په دوانت وایګل ولسوالۍ کې ملي پولیسو وسله والو طالبانو ته کمین نیولی و په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو یو قومندان وژل شوی او دوه ملګري یې ټپيان دي

هغه ویلي د وژل شوي طالب قومندان جسد له پولیسو سره دی او دوه ټپیان وسله والو مخالفینو ځان سره انتقال کړي دي.

هغه وویل په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی رسیدلی

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG