د لاسرسي ځای

ترکیه: په اساسي قانون کې د بدلون یا نه بدلون لپاره ریفرنډم روان دی


د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان په ریفرنډم کې خپله رایه استعمالوي.

نن (یکشنبه) په ترکيه کې خلک په ټولپوښتنه يا ريفرنډيم کې رايي اچوي چې ترمخې به یې په اساسي قانون کې د بدلون یا نه بدلون پرېکړه وشي.

د نننیو رایو نتیجه به په ترکیه کې ځواکمن صدراتي نظام رامینځ ته او ولسمشر طیب اردوغان ته به نور پراخ صلاحیتونه ترلاسه شي او ممکن تر نورو لسو کلونو پورې به د ولسمشرۍ پر چوکۍ پاتې شي.
یوشمیر کارپوهان وايي، که دا ټولپوښتنه بریالۍ شي نو د ترکیې نظام به د یوه سړي په لاس کې متمرکز سیسټم وي.

XS
SM
MD
LG