د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قاضي القضات د مشال خان د وژنې نوټس اخېستی


د مشال خان جنازه
د مشال خان جنازه

د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د یو پښتون محصل مشال خان د وژنې پوښتنه راپورته کړې او د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ته یې امر کړی چې په ۳۶ و ساعتونو کې دننه دې دوی ته راپور وسپاري چې دا پېښه څنګه او ولې رامنځ ته شوه؟

میا ثاقب نثار د خالي په ورځ په يو بيان کې ويلي چې په رسنيو کې د خپرو شویو راپورونو پر اساس یې دا ګام پورته کړی دی.

د مشال خان انځور
د مشال خان انځور

بلخوا د پاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هم د مشال خان د وژنې غندنه کړې او ويلي يې دي چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان به ارو مرو خپله سزا وویني. د وزيراعظم له دفتره د خالي په ورځ په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ټول ملت باید د دا ډول پېښو غندنه وکړي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ یو شمېر زده کوونکیو د پوهنتون په انګړ کې پر مشال خان برید وکړ، هغه یې وواهه او و یې واژه. زده کوونکیو پر مشال خان پر ټولنیزو رسنیو د اسلام سپکاوي تور پورې کړی و خو د مشال خان پلار اقبال شاعر دا تورونه ناسم بللي او وايي زوی یې هېڅکله داسې کومه خبره نه ده کړې. د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک هم په یو بیان کې ویلي وو چې دوی داسې شواهد نه دي موندلي چې ګواکې مشال خان د اسلام سپکاوی کړی و.

هلته د مردان پولیس وايي چې د مشال خان د وژنې په پلټونو کې پرمختګ شوی او پرون پینځه نور مشکوک کسان نيول شوي دي. له دې سره د نیولو شویو کسانو شمیره دیارلسو ته رسیدلې ده.

د خیبر پښتونخوا د اطلا عاتو څانګې د خالي په ورځ په يو بيان کې ويلي چې د مشال خان د وژنې پلټونکې ډلې د بلواګرو د ویډیوګانو له کتلو وروسته پنځه نور کسان نیولي دي.په خبر پاڼه کې د مردان د پولیسو مشر میا سعید په حواله ويل شوی چې ویډیو ګانو کې شپږ کسان د پوهنتون ملازمین دي چې پکې درې نیول شوي او د نورو لټون روان دی.

XS
SM
MD
LG