ننګرهار ولایت چارواکي وایي،د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد نن شنبه سهار شاوخوا اته بجې د یادې ولسوالۍ په جانيخیلو سیمه کې د یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې ټپي شوی دی.
د ننګرهارولایت مطبوعاتي مسوول عطا الله خوږیاڼي د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: "لومړني معلومات ښیي، چې په چاودنه کې د بټي کوټ امنیه قوماندان، د ملي امنیت مدیر او یو بل کارکوونکی هم ټپيان شوي دي."
د ده په خبره یاد مسوولین جانخیلو سیمې ته د یو شمېر شکمنو کسانو د نیولو په موخه روان وو، چې چاودنه پرې وشوه .
دی وایي ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي او زیاتوي چې د روغتیایي وضعیت په اړه به یې وروسته معلومات شریک کړي.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.