د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريكا خپل لسګونه پوځيان سومالیا ته لېږي


د امريکا پوځ په لسګونو پوځيان سوماليا ته لېږي چې د الشباب سخت دريځې ډلې په وړاندې په مبارزه کې، د دغه هېواد ملي پوځ وروزي او اکمال يې کړي.

دغه خبر د جمعې په ورځ اعلان شو او دا په تېرو شلو کلونو کې د افريقا په ختيځ کې دغه پراته هېواد ته د امريکا د تر ټولو لوى شمېر پوځيانو لېږل ګڼل کېږي.

CNN تلوېزيون د امريکا د يوه پوځي چارواکي په حواله راپور ورکړ چې ويلي يې دي، په دغه ماموريت کې به د امريکا شاو خوا ۴٠ سرتېري برخه ولري.

په افريقا کې د امريکا د قوماندانۍ يوه وياند چالز چوک ريچارد وويل، دغه پوځيان به د سوماليا د حکومت په غوښتنه د نېږدې همږغۍ له مخې دغه هېواد ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې افريقايي ټولنه هم په سوماليا کې سوله ساتى ماموريت پرمخ بيايي.

امريکايي چارواکي وايي، دغه پوځيان به يې له دغو سوله ساتو قواوو سره هم همکاري وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG