د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان باید د درغلۍ ضد مبارزه وکړي


د شفافیت نړیوال سازمان وايي، افغانستان باید د درغلۍ پر ضد د مبارزې په ګڼو ادارو کې اصلاحات وکړي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل رپورټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په نهو ادارو کې همغږي نشته او خپلواکي نه لري.

د شفافیت نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې سلاکارې الهام محمد بېګا مشال راډیو ته وویل،د دوی سپارښتنه دا ده چې افغانستان دې د ګڼو پر ځای یوه یا دوه لویې ادارې جوړې کړي او که داسې نه کېږي نو د ټولو ادارو تر منځ باید همغږي وي او د یو بل په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

افغان حکومت د ټرانسپیرنسي انټرنیشنل تازه رپورټ په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG