امریکا وايي، پوځ یې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر مرکز د خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم برید کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر بېګا وویل، دا حمله په اچین ولسوالۍ کې د شپې شاوخوا اووه بجې شوې:
((د افغانستان له وخت سره سم، شاوخوا اووه بجې، د امریکا پوځ له جي بي یو – ۴۳ بم څخه کار واخیست. جي بي یو – ۴۳ یو ځواکمن بم دی چې کره نښه ولي. موږ د اسلامي دولت ډلې وسله والو هغه سمڅه په نښه کړه چې هغه یې د ازاد تګ راتګ لپاره کاروله او پر افغان ځواکونو او امریکايي سلاکارانو یې بریدونه کول.))
د پېنټاګان ویاند اډم سټمپ وویل، دا بم د لومړي ځل لپاره کارول شوی دی چې پکې ۱۱ ټنه چوونکي مواد پراته ول.
د امریکا هوايي ځواک دا د ټولو بمونو ((د مور)) په نوم یادوي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تېره شپه مشال راډیو ته وویل، دا برید د اچین ولسوالۍ د مامند درې په اسدخېلو کې شوی دی.
امریکايي او افغان چارواکي په برید کې د مرګ ژوبلې خبره کوي خو وايي کره شمېر یې نه دی معلوم. خوږیاڼي زیاته کړه، په حمله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.