د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې په امنیت شورا کې د شامي رژیم غندنې مسوده رد کړې


روس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې تیره اوونۍ په شام کې د مشکوکه کیمیايي برید په اړه د قرارداد مسوده ویټو کړې ده. لویدیځ د دې مسودې ملاتړ کاوه.

د چارشنبې پر ورځ په دغه قرارداد د رایو ورکولو په وخت چین، ایتوپیا او قازقستان له رای ورکولو ډډه وکړه.

۱۰ هېوادونو د قرارداد د مسودې مرسته وکړه خو روسیې او بولېویا رد کړل. دا اتم ځل دی چې روسیې د خپل اتحادي او د شام د ولسمشر بشرالاسد پر ضد قراردادونه ویټو کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG