د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې طالبان په شا تمبول شوي


د هېلمند امنیتي چارواکي وايي چې په ناوې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان د جګړې له لومړۍ کرښې څخه په شاتمبول شوي دي.

په دغه ولایت کې د څلورمې لوا قومندان ظاهر مقبل مشال راډیو ته وویل د چارشنبې پر شپه د ولسوالۍ اړوند د عینک په سیمه کې نښته پیل شوه چې په پایله کې یې د پنجشنبې سهار وسله وال طالبان تېښتې ته اړ شول.

مقبل زیاتوي چې د هوايي ځواک په ملاتړ د افغان او نړیوالو ځواکونو د میوند-۵ په نامه عملیات پيل شول.

د امنیتي چارواکو په وینا، په عملیاتو کې تر اوسه ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ ټپيان دي او دغه شان څلور افغان سرتېري هم ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG