د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدزی: له طالبانو سره د روسیې پوځي همکارۍ کره شواهد لرو


په داسې حال کې چې له افغان طالبانو سره د روسیې د پوځي همکاریو په اړه افغان او امریکايي چارواکو څرګندونې کړي خو روسیه وايي چې دوی له طالبانو سره هېڅ ډول همکاري نه ده کړې او په دې اړه اسناد او شواهد هم نه دي موجود.

د افغانستان ولسي جرګه د روسیې له انکار سره سره وايي چې له طالبانو سره د دغه هېواد د پوځي همکاریو په اړه کره شواهد لري.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل له افغان طالبانو سره د روسیې د پوځي همکاريو په اړه کره شواهد لري او د اړتیا پر مهال به يې وړاندې کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"که د ثبوت خبره شي نو دا ټول شواهد زموږ سره موجود دي، که د ثبوتونو وخت راغی نو ان شاالله دا ټول به ښکاره کړو د پارلېمان وکیل هېڅکله بې اسنادو خبره نه کوي او نه موږ له روسیې سره شخصي دښمني لرو، روسیه زموږ ګاونډی هېوا دی او هر وخت مو ترې د دوستانه اړیکو غوښتنه کړې ده، اسناد له موږ سره هم شته او له افغان حکومت سره هم شته."

که څه هم احمدزي له ازادي راډیو سره د شواهدو له شریکولو ډډه وکړه خو په ټینګار سره يې وویل چې په کابل کې د روسیې سفیر له خلکو سره ګوري او د طالبانو په پلوي او د افغان دولت پرضد ورته څرګندونې کوي.

تېره ورځ په کابل کې د روسیې سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې یوشمېر لوړ پوړي افغان چارواکي، له شواهدو پرته پر روسیې تور پورې کوي چې له وسله والو طالبانو سره اړیکې لري.

د روسیې سفارت په اعلامیه کې راغلي چې یوشمېر افغان رسنۍ او د ملي شورا غړي پر روسیې بې بنسټه تورونه لګوي.

څه موده وړاندې په کابل کې د روسیې سفیر له افغان طالبانو سره د خپل هېواد اړیکې منلې وې او ویلي ول چې له دې ډلې سره د دوی اړیکي د روسي اتبعاوو د خوندیتوب او سولې ته د طالبانو د هڅولو په هدف نیول کېږي.

دا په داسې حال ده چې د پکتیا یو شمېر وکیلان وایي، په شمالي او جنوبي وزیرستانکې روسي جنرالان له طالبانو سره لیدل شوي دي.

د پکتیا د ولایتي شورا وکیل تاج محمد منګل څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و؛ داسې اسناد يې ترلاسه کړي چې روسي پوځي افسران په سیمه کې لیدل شوي دي.

په کابل کې د روسیې د سفارت په تازه خپره شوې اعلامیه کې د کندز د پخواني والي هغه ادعاوې هم بې بنسټه بلل شوي چې ویلي یې وه روسیه طالبانو سره د درنو او سپکو وسلو د مرستې ترڅنګ د دې ډلې جنګي موټرې هم ترمیم کړي دي.

د کندز پخوانی والي عمر ساپی لا هم پر خپله خبره تینګار کوي وايي، شواهد ښيې چې شمالي ولایتونو کې روسیه له طالبانو سره پوځي مرستې کوي.

د کندز پخوانی والي عمر ساپی.
د کندز پخوانی والي عمر ساپی.

نوموړي زیاته کړه:

"د لرې واټنه نښان ویشتونکې وسله چې روسۍ وسله ده په ټول افغانستان کې نایابه ده اوس طالبان دا د کلاشنکوف په شان لري، دا وسله درې کېلو متره ساحه کې ویشتل کوي، دا دوی له کومه کړل او بل د هغوی دغه پرېمان مهمات دا هم یو سوال دی چې دوی يې له کومه کوي، ورته پېریان راوړي دا ورته له کومه ځایه راځي."

د نړیوالو چارو کارپوه لطیف نظري بیا وايي، که څه هم له طالبانو سره د روسې د همکارۍ په اړه اسناد نشته خو په دې برخه کې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو څرګندونې دغه مسئله له شک څخه په یقین بدله کړې ده.

د ښاغلي نظري په خبره افغان حکومت باید نه یوازې د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په باب بلکې په سیمه کې د فعال سیاست په لوبولو سره خپله بې طرفي ثابته کړي.

هغه له افغان دولته غوښتنه وکړه چې باید له سفارتي اړیکو نه په ګټې اخیستنې دا مسئله له روسیې سره حل کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG