د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان امریکايي پوهنتون برمته استادنو لا هم هېڅ پته نه لګېږي'


د افغانستان امریکايي پوهنتون د خپلو دوو تښتول شویو استادانو د نامعلوم برخلیک په اړه وايي چې افغان دولت او پاکستان باید د دغو استادانو د راخوشې کولو لپاره عملي اقدام وکړي.

د دغه پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر دې دمه د تښتول شویو استادانو د ساتنې د ځای په اړه دقیق معلومات نه‌شته خو باید افغانستان او پاکستان په ځانګړي ډول پاکستان‌يې د راخوشې کولو په اړه اقدام وکړي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني
د افغانستان امریکايي پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني

د ښاغلي سېډني په خبره تر دې دمه په دې اړه شوي اقدامات بسنه نه‌کوي:

"زه دغه قضیه کې پر ټولو ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول د پاکستان پر حکومت غږ کوم چې زموږ د دوو پروفیسرانو په خوشې کولو کې جدي اقدام وکړي، تر څو دوی خپلو کورنیو سره یوځای شي، تر اوسه پورې زه دې برخه کې د پاکستان د کوم اقدام شاهد نه‌یم خو بیا هم موږ هیله‌مند یو."

خو کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي برخه په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي او دا په افغانستان پورې تړلې موضوع ګڼي.

د افغان امریکايي پوهنتون دغه دوه تنه استادان د تېر لمریز کال په اسد میاشت کې د کابل د دارالامان سیمه کې داسې مهال وتښتول شول چې له پوهنتونه د خپل استوګنځي پر لور روان وو.

دا استادان یو یې امریکايي او بل‌یې اسټرالیايي وو.

وسله‎والو طالبانو د تښتول شویو استادانو د وېډیو په خپرولو سره تائيد کړې وه چې یاد استادان د دوی له‎خوا تښتول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په‎دې اړه معلومات نه‌ورکوي چې تښتوونکو دا دوه تنه چېرته وړي خو د خلاصون لپاره‌یې هیله‌مند دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته ویلي چې افغان پولیسو د تښتول شویو استادانو د ساتنې د ځای په اړه لومړني معلومات پیدا کړي او د خوشې کولو لپاره‌يې هم هیلې موجودې دي.

دانش: د تښتول شویو استادانو د ساتنې د ځای په اړه لومړني معلومات پیدا شوي
دانش: د تښتول شویو استادانو د ساتنې د ځای په اړه لومړني معلومات پیدا شوي

نوموړی وايي:

"دا قضیه یوه اندازه سختوالی لري، موږ له هماغه لومړۍ ورځې هڅې پیل کړي چې دا دوه تنه راخوشې شي، لوموړني معلومات هم ترلاسه شوي او پرمختګ هم شوی چې نه‎شم کولای له تاسې سره‌يې شریک کړم خو دې ته ژمن یو چې هر څومره ژر وشي دا کسان راخوشې کړو."

بل‎خوا وسله‎وال طالبانو هم ویلي ممکن دا دوه تنه خوشې شي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې دوو تنو د خوشې کولو په اړه‌يې امریکايي لوري ته خپل شرطونه وړاندې کړي چې د منلو په صورت کې به دوی خوشې شي.

خو مجاهد ونه‌ویل چې دا دوه تښتول شوي بهرني استادان چېرې ساتل کېږي.

افغانستان کې د امریکايي پوهنتون سرپرست د طالبانو د ویاند د دې څرګندونو په اړه بې‌خبري وښوده ویې‌ویل چې له دغې ډلې سره‌يې هېڅ ډول خبرې نه‎دي شوي او د شرطونو په اړه‌يې هم معلومات نه‎لري.

د دغه پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني دغه شان له طالبانو وغوښتل چې د امریکايي پوهنتون برمته شوي دغه دوه تنه استادان خوشې کړي ځکه په خبره‌يې دوی یوازې د تدریس او له افغانانو سره د همکارۍ لپاره راغلي وو چې د تښتونې لپاره‌یې هېڅ ډول دلیل نه‎دی موجود.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG