د لاسرسي ځای

تازه خبر

رکس ټېلرسن د ''جي ۷'' غونډه کې ګډون لپاره ایټالیا ته ورسېد


د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره ایټالیا ته رسېدلی.

په دې غونډه کې د سوریې د بحران په اړه ځانګړی بحث په پام کې دی.

دا غونډه د سوریې پر یوې هوایي اډې د اپرېل په اوومه د امریکا توغندیو تر برید وروسته جوړېږي.

امریکا وايي، دا برید یې پر ملکي وګړو د هغې د کیمیاوي حملې په ځواب کې کړی چې ویل کېږي د ولسمشر بشاراسد حکومت کړې ده.

د ایټالیا د خبري رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن او د شپږو نورو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د سې شنبې په ورځ د خپلو عادي غونډو په لړۍ کې د سوریې د بحران په اړه خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې چې په روم کې د ''جي ۷'' په ځانګړې غونډه کې د ترکیې، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او قطر د بهرنیو چارو وزیران هم په بحثونو کې برخه واخلي.

دا غونډه د سوریې پر یوې هوایي اډې د اپرېل په اوومه د امریکا د پوځ له برید وروسته جوړېږي.

تمه ده چې په روم کې د سبا په غونډه کې به د ''جي ۷'' غړي د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر فشار راوړي څو د سوریې لپاره د خپلې پالېسۍ جزئیات روښانه کړي.

که څه هم د امریکا متحدانو د دې حملې ملاتړ کړی خو خبرداری یې ورکړی چې ښايي دا د امریکا په پالېسیو کې د ستر بدلون نښه وي او پوښتنه کوي چې ایا د واشنګټن لومړیتوب خو به له واکه د اسد لیرې کول نه‌وي؟

سنډې ټایمز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې که روسیه له دمشق سره د اړیکو له پرې کولو ډډه وکړي نو بریتانیا ښايي پر مسکو د نویو بندیزونو پر لګولو ټینګار وکړي.

ټېلرسن روم ته له روانېدو مخکې تېره شپه له «ABC» ټلوېزیون سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې روسیه به د سوریې د بحران په حل کې له هڅو سره مرسته وکړي.

رکس ټېلرسن.
رکس ټېلرسن.

ښاغلي ټېلرسن زیاته کړه:

"موږ هیله‌مند یو چې له روسیې سره ګډ کار وکړو او د روسیې له نفوذ څخه په سوریه کې د ثبات په ټینګولو کې کار واخلو څو د ژنیو د سولې د سیاسي حل د بهیر لپاره شرایط چمتو کړو او په دې توګه ټول ښکېل اړخونه مخ پر وړاندې تلو ته وهڅوو، یوازې د سیاسي بهیر له لارې د سوریې خلک کولای شي چې د بشاراسد د رژیم د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي."

ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر مهال وویل چې د ده اداره به د پخوانۍ ادارې په پرتله په نړیوالو مسایلو کې لاسوهنې او د بشري سرغړونو په برخه کې فشارونه کم کړي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو ''جي ۷'' په ټولنه کې متحده ایالات، جاپان، جرمني، بریتانیا، ایټالیا، فرانسه او کاناډا غړیتوب لري.

روسیه هم د دې ټولنې چې پخوا د جي اته ''جي ۷'' په نوم یادېده غړې وه، خو وروسته له دې چې د اوکراین اړوند کریمیا ټاپو یې له خپل قلمرو سره ضمیمه کړه له دې ټولنې وایستل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG