د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر: په کلیسا کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د مصر سرکاري تلویزون خبر ورکوي چې نن د یکشنبې په ورځ، په طنطا ښار کې، په یوې کلیسا کې د یوې بمې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او پنځوس نور ژوبل شوي دي.

چاودنه په داسې وخت کې شوې چې زیات شمېر عیسویان د یکشنبې د ورځې د عبادت لپاره په کلیسا کې موجود وو. عیسوي مذهبه کسان د ایسټر څخه یوه اونۍ وړاندې د یکشنبې ورځ په ځانګړو مراسمو سره لمانځي چې ورته Palm Sunday وايي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په سم لاسي ډول چا د پېښې ذمه واري قبوله کړې نه ده. امنیتي ځواکونو د پېښې په خای کې پلټنې پیل کړي او د دې خبرې د معلومولو هڅه کوي چې هلته د نورو چاودنو امکان خو به نه وي.

د ارشیف انځور کې ولسمشر عبدالفتحاح السیسي د عیسوي مذهبو له مشر سره د تېر د سمبر د چاودنې غمرازي کوي.
د ارشیف انځور کې ولسمشر عبدالفتحاح السیسي د عیسوي مذهبو له مشر سره د تېر د سمبر د چاودنې غمرازي کوي.

په مصر کې لس په سلو کې عیسوي مذهبه خلک ژوند کوي چې په پرله پسې توګه د سختدریځو اسلام پالو ډلو لخوا په نښه کېږي.

د تېر کال په دسمبر کې په قاهره کې پر یوې کلیسا د ورته چاودنې له کبله ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG