د لاسرسي ځای

تازه خبر

سویډني چارواکو د پروني برید په تړاو یو کس نیولی


د سويډن پوليس وايي په پلازمېنه سټاکهولم کې له پرونۍ مشکوکې ترهګرې حملې وروسته يې د ښار نړيوال هوايي ډګر ته نېږدې يو کس نيولى دى.

په هغه حمله کې څلور تنه وژل شوي او ١۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

چارواکو نه دي ويلي چې ايا فکر کوي نيول شوى کس هماغه موټر چلوونکى دى چې خپل موټر يې له ګڼه ګوڼې پر يوه ډک پلورنځي وربرابر کړ که نه؟

د سويډن وزیراعظم سټيفان لافين د جمعې په ورځ تر پېښې وروسته خبريالانو ته وويل: “پر سويډن حمله شوې، له ټولو نښو-نښانو داسې برېښي چې دا يو ترهګر عمل دى، حکومت ته په دې ټول بهير کې اطلاعات رسېدلي او موږ په پرله پسې ډول معلومات راټولوو.

تر دې مخکې سويډنۍ افتون-بلاديت ورځپاڼې راپور ورکړی وو چې يو تن چې برسېرن ټپي شوى هم و، نيول شوى او دغه کس د حملې مسوليت منلى هم دى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG