د لاسرسي ځای

ولسمشر غني: ترهګري او نشي مواد نړیوالې ستونزې دي


افغان ولسمشر اشرف غني

د سينګارپور وزیراعظم ويلي چې هېواد يې تيار دى چې په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان مرسته وکړي.

پراګ: د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سينګارپور له وزیر اعظم سره په کتنه کې ویلي چې ترهګري او مخدره مواد دوې نړيوالې ستونزې دي.

ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ له لي ثين لونګ سره د سينګاپور په استاناى ماڼۍ کې وکتل.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر غني په دې کتنه کې ترهګري او مخدره مواد دوې نړيوالې ستونزې وبللې او د سيمې د امن، ثبات او پرمختيا لپاره يې پر جدي او ګډې مبارزې خبرې وکړې.

د سينګارپور وزیراعظم ويلي چې هېواد يې تيار دى چې په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان مرسته وکړي.

د دواړو هېوادونو چارواکو د تخنيکي همکاريو يو هوکړه لیک هم لاسليک کړی دی. خو دا نده په ډاګه شوې چې افغانستان او سينګاپور پر کومو تخنيکي همکاريو موافقه وکړه.

افغان ولسمشر اشرف غني تر سنګاپور وړاندې اسټرالیا او انډونیزیا ته هم سفر وکړ او هلته یې له ځايي مشرانو سره پر یو شمېر خپل منځي اړیکو ، همکاریو ، سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو خبرې اترې وکړې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG