د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د سوریې ادلیب کې د کیمیاوي وسلو برید بشریت ته توهین وباله


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوریې په ادلیب ولایت کې هغه برید چې ویل کېږي په کیمیاوي وسلو شوی دی، بشریت ته توهین وباله.

په دې حمله کې چې د سې شنبې په سهار د خان شیخون سیمه کې الوتکو وکړ تر ۷۰ ډېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

ډونالد ټرمپ تېره ورځ واشنګټن کې د اردن له پاچا سره ګډې خبري غونډې ته وویل، ادلیب ولایت کې شوې بمباري د زغم وړ نه‎ده او د ده نظر یې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په اړه بدل کړی دی.

کله چې له ټرمپه پوښتنه وشوه چې دا پېښه به په سوریه کې د ده تګ‎لاره بدله کړي، ده وویل چې تاسو به وګورئ.

د خان شیخون سیمه کې په بمباري کې اکثر تلفات ماشومانو او ښځو ته اوښتي دي.

د امریکا ولسمشر په سوریه کې د کیمیاوي وسلو پر استعمال خواشیني څرګنده کړه
د امریکا ولسمشر په سوریه کې د کیمیاوي وسلو پر استعمال خواشیني څرګنده کړه

د امریکا ولسمشر وویل:

"پر ماشومانو پروني برید پر ما ډېر اغېز کړی دی، خورا زیات. دا ډېره وحشیانه حمله وه، ډېره زیاته چې ما ولیده تر دې بدتره کېدای نه‎شي."

امریکا او نور غربي هېوادونه د بشار الاسد رژیم ملامتوي چې په خان شیخون کې یې د کیمیاوي وسلو حمله کړې ده، خو د سوریې حکومت او د هغې ملاتړې روسیې ویلي چې د جنګي الوتکو یوه فابریکه‌یې په نښه کړه چې هلته کیمیاوي وسلې ذخیره شوې وې.

د دې پېښې په ارتباط امریکا، بریتانیا او فرانسې امنیت شورا ته د یوه پرېکړه‎لیک مسوده وړاندې کړه خو پر دې مسودې د دې لپاره رأیي وانه‎خیستل شوې چې روسیې له دې سره مخالفت وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې دغه مسوده مسکو ته د منلو نه‎ده او په بیړه چمتو شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا

زاخارووا زیاته کړه چې دا مسوده د سوریې پر ضد ده چې ممکنه وه له هغې سره په سوریه کې شخړې نورې هم زیاتې شي.

د اروپایي شورا مشر ډونالد ټوسک ویلي دي چې د دغو جنایتونو اصلي مسؤل د سوریې رژیم دی او څوک چې د دې رژیم ملاتړ کوي هغه په دې جنایت کې داخلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG