د لاسرسي ځای

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي وايي په تېر یو کال کې یې د نشي موادو – ۲۶۸۳ لوی او واړه قاچاقبران نیولي دي.

په کورنیو چارو وزارت کې د نشي موادو ضد مبارزې مرستیال باز محمد احمدي نن(سېنشبه) په کابل کې د کلني رپوټ وړاندې کولو پر مهال وویل،په نیول شویو کسانو کې ۲۰ پولیس، ۱۷ د ملي اردو سرتیري او ۶۷ ښځې هم شاملې دي.

باز محمد احمدي زیاته کړه چې د مخدره موادو پروړاندې د مبارزې پولیسو په تېر کال کې په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال ښې لاس ته راوړنې درلودې.

XS
SM
MD
LG