د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۹ تنه له وسله والو سره په تړاو نیول شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د ننګرهارچارواکي وایي، د بهسودو ولسوالۍ اړوند کاريز کبير سيمه کې پر يوه کور عمليات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې نهه تنه د دولت د مخالفو وسله والو سره د اړیکو په تړاو نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتې مسوول عطاالله خوږیاڼي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، دغه عملیات تېره شپه ناوخته ځانګړو ځواکونو تر سره کړي او له نیول شویو کسانو سره یې درې میله تفنګچې او نور مهمات هم تر لاسه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG