د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر د منځني ختیځ له دوه متحدانو سره ویني


د امریکا ولسمشر به روانه اونۍ په واشنګتن کې د منځني ختیځ له دوو مهمو اتحادیانوسره وګوري.

د امریکا یوه لوړ پوړيچارواکي د جمعې په ورځ وویل چې ډونالډ ټرمپ به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د اپریل پر دریمه په سپینه ماڼۍ کې وویني.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر زیاتوي چې ولسمشر ټرمپ به د اپریل پر پنځمه د اردن له باچا عبدالله سره هم خبرې اترې وکړي.

سپایسر ویلي دي چې امریکا ته د اردن د پاچا د سفر پر مهال به دواړو مشرانو ته يوه موقع په لاس ورشي چې د منځني ختیځ په اړه پر یو شمیرموضوعاتو لکه له داعش سره مبارزه، د شامي شخړې او د اسراییل او فلسطین پر اړیکو خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG