د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین ولسمشر امریکا ته ځي


چینايي چارواکو ویلي د دغه هېواد ولسمشر شي جین پینګ به راتلونکې اوونۍ امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړي څو له خپل امریکايي سیال سره وګوري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مقاماتو د پنجشنبې په ورځ ویلي چې ولسمشر شي به د اپریل په شپږمه او اوومه له ټرمپ سره د فلوریډا په مارا لګو سیمه کې وګوري.

د نړۍ د دوو سترو اقتصادي قدرتونو دا مشران په داسې حال کې سره ګوري چې اړیکې یې د امریکا متحده ایالتونو له انتخاباتو راهیسې په نامعلوم وضعیت کې دي.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو پرمهال بیجینګ د هغه په خبره د غیر عادلانه تجارتي پالیسیو او د چین په سمندرګي کې د تأسیساتو د جوړولو په خاطر تورن کړی و.

چین هم په جنوبي کوریا کې د میزایل ضد سیسټم د نصب په خاطر د امریکا پرېکړه تر انتقاد لاندې نیولې وه.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG