د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو رسمي بهير پېل کړ


بریتانيې اروپايې ټولنې ته د یوه سند په سپارلو سره له دې ټولنې څخه په رسمي ډول د وتلو بهیر پیل کړې ده.

دا سند چې د بریتانیا وزیر اعظمې تیریسا مې لاسلیک کړ د چارشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې شورا مشر ته وسپارل شو.

د اروپايې شورا مشر ډونلډ ټوسک په برسلز کې د بریتانيا له استازي ټم بیرود دې سند د ترلاسه کولو تصویر په خپل ټویټر پاڼه خپور کړی دی.

پارلېمان ته په خپله وینا کې د بریتانیا وزیراعظمې دا یوه داسې تاریخي شیبه وګڼله چې پر شاتګ ترې نه شي کېدلی.

په بریتانیا کې شاوخوا نهه میاشتې وړاندې په یوې ټولپوښتنه کې اکثریت رای ورکوونکو له اروپايې ټولنې وتل تائید کړي ول.

بریتانیا په ۱۹۷۳ م کال کې په اروپايې ټولنه کې شامله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG