د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو استادانو د صوبې د نهه پوهنتونونو لپاره د وایس چانسلرانو د ګمارلو پر بهیر سختې نیوکې کړي دي.
د چارشنبې په ورځ په پېښور پریس کلب کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت د پوهنتونونو ځینې استادانو وویل چې د نویو وایس چانسلرانو د ګمارنې په بهیر کې قابلیت تر پښو لاندې کړل شوی دی.
د پوهنتونونو مشرانو استادانو زیاته کړه چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د صوبې حکومت د وایس چانسلرانو د مقررولو لپاره په روان بهیر کې مشران او تجربه کار استادان له پامه غورځولي دي.
دوی له پېښور های کورټ او د صوبې له ګورنره غوښتنه کوله چې د وایس چانسلرانو په مقررولو کې د روانو بې قاعدګیو نوټس دې واخلي. د خیبر پښتونخوا حکومت په دې اړه لا څه سپیناوی نه دی کړی.