د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر ډیورنډ کرښه مو د کټارو لګولو هېڅ پرېکړه نه ده کړې'


د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، د لندن په وروستۍ ناسته کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د کټارو لګولو په باب هېڅ تړون نه دی شوی.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ په چارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان دولت د پاکستان له دغه اقدام سره مخالف دی.

پاکستانيو رسنیو ادعا کړې چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د کټارو لګولو پرېکړه د لندن په وروستۍ درې اړخیزه ناسته کې شوې ده.

پاکستان د تېرې سېشنبې په ورځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د ځینو کټارو لټولو چارې پیل کړې ذي خو د افغانستان حکومت د پاکستان دغه اقدام غېر عملي او بې ‌‌ګټې بولي.

د تېر خالي په ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه په اورکزیو او مومندو کې له خپلو پوځیانو سره د لیدو مهال ویلي ول چې له افغانستان سره د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د مومندو او باجوړ په سیمو کې به کټارې لګوي. او د هغه له خولې دا هم زیاته شوې وه چې د ترهګرو مخنیوي لپاره به خپله څارنه زیاتوي.


بل خوا د افغانستان دفاع وزارت له ازادۍ راډوی سره په خبرو کې هغه ادعاوې رد کړې چې وايي، ګوندې د کونړ په ځینو سیمو کې پاکستاني ځواکونه له ډیورند کرښې څخه د افغانستان خوا ته اوښتي دي. نوموړي وویل، دوی به پاکستانيو ځواکونو ته اجازه ور نه‌ کړي چې یوه لوېشت هم تر ډیورنډ کرښې ورتېر شي.

تر دې مخکې د سېشنبې په ورځ د کونړ ولایتي شورا مشر حاجي محمد ساپي ازادۍ راډیو ته وویل، د کونړ ولایت ځینو هغو سیمو کې چې پر ډیورند کرښه پرتې دي، پاکستانیو ځواکونو پرله‎پسې نېږدې کورونه بمبار کړي او د افغانستان خاورې ته ورڅیکېدلي دي.

د خاص کونړ ولسوالۍ د هغو سیمو ځینو اوسېدونکو چې د ډیورند کرښې ته نېږدې پرتې هم دي ازادي راډیو ته ویلي، پاکستاني ځواکونه پرله‎پسې د دوی پر کلیو او کورونو د توپونو ډزې کوي چې دا سیمې له خلکو خالي کړي او د دوی لپاره د پرمختګ زمینه برابره شي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ادارو چارواکيو د کونړ پر سرحدي سیمو د پاکستانيو ځواکونو د توغندیو بریدونه تائیدوي او وايي چې دوی یې د ځواب ویلو لپاره د دولت د مشرانو امر ته انتظار کوي خو دا نه‌ مني چې ګنې پاکستاني پوځیان دې په یو سیمه کې له ډیورند کرښې د افغانستان خواته اوښتې وي.

XS
SM
MD
LG