د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستغني: مسکو غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون خبرې روانې دي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون په هدف بحث او خبرې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل د ګډون یا نه‌ګډون د تصمیم په اړه د مسکو پخوانۍ غونډې او پایلې ارزول کېږي.

ښاغلی مستغني دغه‌راز زیاتوي:

"د دې لپاره چې ایا د مسکو په راتلونکې غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوري پلاوی ګډون وکړي یا نه اوس هم خبرې روانې دي."

ښاغلي مستغني زیاته کړه دا چې په کومه کچه افغان پلاوی په دغې ناسته کې ګډون وکړي په دې اړه هم بحث روان دی.

ټاکل شوې د راتلونکي اپرېل میاشت کې په مسکو کې د افغانستان په اړه د چین، روسیې، ایران، پاکستان غونډه جوړه شي.

په دغې غونډ کې امریکا ته هم بلنه ورکړل شوې خو ځینو امریکايي چارواکو په دغې غونډه کې خپل ګډون رد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG