د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځواک: لغمان کې د طالبانو مشهور قوماندان نصیر احمد وژل شوی


د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د طالبانو مشهور قوماندان وژل شوی او درې تنه نور وسله وال زخميان شوي دي.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د قرغيو ولسوالۍ اړوند د چهار باغ په سیمه کې عمليات ترسره کړي چې په پایله کې د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان نصيراحمد وژل شوی او د هغه له ځای څخه یوه اندازه وسلې هم نیول شوي دي.

د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وويل په ورته وخت کې د لغمان مرکز اړوند د شمټۍ، بدیع اباد او الیشنګ په استقامت د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو کې درې تنه وسله وال طالبان زخميان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو د دواړو پېښو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG