د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله: ترهګري په اغزنو تارونو نه، په ریښتینې همکارۍ ختمېږي


د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، د پاکستان له‌خوا له کرښې چې کوم خوځښتونه کېږي د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې مرسته نه‌ کوي.

عبدالله عبدالله د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان لخوا د اغزنو تارونو لټولو ستونزې ته په کتو سره وايي، د کرښې اخوا ته پاکستاني خوځښتونه د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د مرستې پرځای د کرښې دواړو غاړو ته د میشتو ولسونو اندېښنو زیاتلو امل ګرځي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې د اغزنو تارونو لټولو پرځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پروړاندې رښتینې همکارۍ ته اړتیا ده.

عبدالله: دا خوځښتونه ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه کوي.
عبدالله: دا خوځښتونه ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه کوي.

عبدالله وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي او دواړه هېوادونه باید په ګډه د ترهګرۍ پروړاندې ودرېږي او مبارزه وکړي.

هاخوا بیا د پاکستان پخواني ولسمشر او د یوه لوی اپوزېسیون ګوند، پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري ویلي چې پر سرحدي مسایلو د کابل او اسلام‌اباد تر منځ مشورې او خبرې مهمې دي.

هغه د يکشنبې په ورځ د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د ګډو پولو پر څارنه او مدیریت د افغانستان او پاکستان خبرې له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي.

د "پاکستان پيپلز پارټي" يا د پاکستان د خلکو ګوند د دې مشر په باور، د ګډو سرحدونو په اړه د دواړو هېوادونو خبرې له ترورېزم سره د مبارزې او سیمه‌‌ییز امنیت لپاره ګتورې دي.

پاکستان د تېرې سې شنبې په ورځ د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ځینو موانعو په جوړولو پیل وکړ، خو د افغانستان حکومت د پاکستان دغه اقدام غیر عملي او بې‌‌نتیجې یاد کړی.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ له افغانستان سره د تورخم او سپین ‌بولدک لارې چې ډېره موده‌یې تړلې وې، بیا پرانیستلې او زرګونه افغانانو او پاکستانیانو ته‌‌یې د تګ-راتګ او سوداګریزو مالونو د لېږدولو امکان برابر کړ.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو يو شمېر کارپوهان بیا وايي چې پاکستان په دې ډول خوځښتونو سره غواړي چې د ډیورند کرښې په شااوخوا پرتو سیمو باندې خپل حاکمیت ثابت کړي.

له ډلې فیض محمد ځلاند وايي، د ترورېستانو لوی مرکزونه د پاکستان په لویو ښارونو کې دي نه په خېبر پښتونخوا او د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې دي.

فیض محمد ځلاند.
فیض محمد ځلاند.

نوموړي زیاته کړه:

"د ترورېزم سرچینې او منابع په سیالکوټ، ټيکسلا، پنډۍ، کراچۍ او لاهور کې دي نه په وزیرستان، پښتونخوا او نه هم د ډیورند د کرښې په اوږدو کې، پاکستان د پرمختګ پالېسۍ د تګلارې څخه په ګټې غواړي هغه سیمه چې نړۍ د ازادو سیمو په توګه پېژندلې خپل پوځونه ورورسوي او تر خپل حاکمیت لاندې یې راولي."

ښاغلی ځلاند وايي، پاکستان غواړي له دې لارې ترهګرۍ ته وده ورکړي او يو لوی قوم جګړې ته وهڅوي او په قبایلي سیمو کې خپل حاکمیت ته زمینه مساعده کړي.

دی وايي، دا د افغان حکومت دنده ده چې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي او نړیوالو ته دا موضوع ورسوي تر څو پاکستان له دې ډول خوځښتونو او حرکتونو چې زیان‌یې عام ولس ته رسېږي لاس واخلي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG