د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان وايي پر پولیو قابو موندل شوې


په افغانستان کې یوې ماشومې ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږی.
په افغانستان کې یوې ماشومې ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي په هېواد کې د پولیو یا ګوزن ناروغۍ د مخنیوي او د له منځه وړلو هدف ته نږدې شوي دي.

فیروز الدین فیروز چې د یکشنبې په ورځ یې د پولیو پرضد د پسرلنۍ کمپاین د پیل په مراسمو کې وینا کوله وویل په دغه کمپاین کې به ۸.۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.

"افغانستان په دې توانېدلی او نږدې شوی چې پولیو له منځه یوسي، په لومړي قدم کې یې د پولیو د ویروس مخنیوی وکړي او بیا وروسته یې له منځه یوسي انشاالله دغه هدف ته نږدې شوي یو."

دا څرګندونې په داسې مهال کیږي چې د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله، د کوچنیانو د فلج یا ګوزڼ ویروس لاهم دافغانستان په ختیځو، جنوبي او جنوب ختیځو سیموکې موجود دی.

دا سازمان وايي چې تېرکال په کنړکې د پولیو ۴، په پکتیکا کې ۶ ، په کندهارکې یوه اوپه هلمندکې یوه پېښه ثبت شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG