جیکلېن کینېډي څوک وه او ولې پاکستان ته ورغلې وه؟
شریک کړئ
بابونه

شریک کړئ

جیکـــــــــــلېن


په پاکستان کې


جیکلېن کینېډي څوک وه او ولې پاکستان ته ورغلې وه؟

پوره کیسه ولولئ

پیل

په سوړ جنګ کې تاوده سلامونه

په ۱۹۶۱ز کال کې چې جان اېف کینېډي د امریکا ولسمشر وټاکل شو نو پر وړاندې یې د نورو تر څنګ، د وېتنام جګړې بد اثرات او د ساړه جنګ خطرې موجودې وې. په دې کې د جنوبي اسیا د بې وزله هېوادونو لکه پاکستان او هند د کمیونسټي نظام د ملاتړي کېدو ګواښ تر ټولو لوی هغه وو. دا هغه وخت وو چې د فیلډ مارشل ایوب خان په مشرۍ په پاکستان کې پوځي واکمني وه. هم هغه وخت پاکستان، له پېښور ښار سره نېږدې په بډه بېره کې یوه پوځي اډه امریکا ته ورکړې وه چې ورڅخه د یو – ۲ په نوم الوتکې پرواز کړی وو چې د روسیې په فضايي حدونو کې وویشتل شوه او پیلوټ ګیري پاور تر یوې مودې په روسیه کې بندي وو.

د امريکا ولسمشر جان اېف کینېډي خپل پاکستاني سیال محمد ايوب خان ته د واشنګټن پر هوايي اډه ستړي مه شي وايي. د نورو تر څنګ مېرمن کینېډي هم له خپل مېړه سره ولاړه ده.
د امريکا ولسمشر جان اېف کینېډي خپل پاکستاني سیال محمد ايوب خان ته د واشنګټن پر هوايي اډه ستړي مه شي وايي. د نورو تر څنګ مېرمن کینېډي هم له خپل مېړه سره ولاړه ده. JFK Library and Museum
يو-۲
د ۱۹۶۰ز کال د مې پر پینځمه په نړۍ کې خبر خپور شو چې يو امريکايي الوتکه د روسیې په فضايي حدودو کې د پرواز په وخت غورځول شوې ده. → نور ولولئ

کینېډي د ولسمشرۍ تر دندې سمبالولو سمدستي وروسته، ایوب خان ته د امریکا سفر بلنه ورکړه. نوموړی د ۱۹۶۱م په جولای کې هلته ورغی او د امریکا پر هوايي ډګر ورته د کینېډي د هرکلي تر څنګ په واشنګټن کې هم ښه راغلاست وویل شول. د دې استقبال یوه ځانګړنه د ایوب خان په درناوي هغه ماښامی وو چې انتظام یې د کینېډي ښځې جیکلېن کینېډي کړی وو چې د رواج برعکس د پوټامېک سیند تر غاړه د وېرنون پر غونډۍ په محل کې جوړ شوی وو. هلته ایوب خان مېرمن کینېډي ته د پاکستان سفر دعوت ورکړ.

واشنګټن کې د ولسمشر ایوب خان په درناوي د ماښام ډوډۍ. د ايوب خان ترڅنګ لومړی مېرمن جيکلېن کینېډي او د پاکستان خارجه وزير منظور قادر هم تر سترګو کيږي
واشنګټن کې د ولسمشر ایوب خان په درناوي د ماښام ډوډۍ. د ايوب خان ترڅنګ لومړی مېرمن جيکلېن کینېډي او د پاکستان خارجه وزير منظور قادر هم تر سترګو کيږيJFK Library and Museum

باب ۱

د نېک نیتۍ سفر

ليو سېلټڅر (۱۹۱۰ز – ۲۰۰۷ز)
يو سېلټڅر د جیکلېن کینېډي د پاکستان او امريکا په سفر جوړ کړل شویو دستاويزي فلمونو ډایریکټر وو.→ نور ولولئ

لومړۍ مېرمن جیکلېن کینېډي چې د جیکي په نوم یادېده، د خپلې پوهې، لوړو کلتوري ارزښتونو او ښه وضعې له برکته، پر ملکي او نړیوال کچ د امریکا د ولسي ډېپلوماسۍ یو علامت بلل کېده. هند او پاکستان ته د ښه نیت د سفر په موخه، جیکي د ۱۹۶۲ز کال د مارچ پر ۱۲مه نوي ډيلي ته ورسېده.

ولسمشر جان اېف کینېډي په ۱۹۶۱ز کې نومیالي خبريال اېډورډ ار مرو د دې ادارې مشر وټاکه. هغه وخت پاکستان او هند ته د جیکلېن کینېډي د سفرونو په اړه بېلا بېل دستاويزي فلمونه جوړ شوي ول.

ولسمشر جان اېف کېنېډي د امریکا د اطلاعاتو ادارې نوي ټاکل شوي مشر ايډورډ آر ميورو ته هرکلی وايي.JFK Library and Museum

د ۱۹۶۲م کال د مارچ پر ۱۲مه مېرمن کېنېډي د هند د سفر په موخه نوي ډيلي ته ورسېده او هلته يې ۱۲ ورځې تیرې کړې. په هند کې د نوموړي د ايسارتيا په موده کې د مهاتما ګاندي يادګار ((راجګاټ)) ته ورتګ تر ټولو مهمه خبره وه.

د هند په سر ښار نوي ډيلي کې مېرمن کینېډي د موهن داس ګاندهي په يادګار د ګلونو ګېډۍ تر ایښودو وروسته د احترام په توګه د يو منټ لپاره خاموشه ولاړه ده.
د هند په سر ښار نوي ډيلي کې مېرمن کینېډي د موهن داس ګاندهي په يادګار د ګلونو ګېډۍ تر ایښودو وروسته د احترام په توګه د يو منټ لپاره خاموشه ولاړه ده. JFK Library and Museum

باب ۲

لاهور ته تګ

جېکلين کېنېډي او د پاکستان ولسمشر محمد ايوب خان په موټر کې ولاړ له لاهور هوايي اډې نه ګورنر هاوس ته روان دي. د سړک دواړو غاړو ته ولاړ خلک مېرمن کېنېډي ته هرکلی وايي.JFK Library and Museum

جیکلېن کینېډي د مارچ پر ۲۱مه لاهور ته ورغله چې هلته پر هوايي ډګر ورته د نورو لوړپوړو پاکستانیو چارواکو تر څنګ ایوب خان هم ورغلی وو. له هوايي اډې تر د ګورنر دفتره، پر ټوله لار زرګونه ښځي او سړي د هغې استقبال ته ولاړ ول او پر ټوله لار د پاکستان او امریکا بیرغونه تر سترګو کېدل.

د پاکستان پوځي واکمن، ایوب خان د جیکي په درناوي، د مغل باچایانو د وخت په شالېمار باغ کې د ډوډۍ بندوبست کړی وو. مېرمن کینېډي اکثر پر داسې مواقعو له وینا ډډه کوله، خو د ایوب خان په غوښتنه یې ګډونوالو ته خبرې وکړې.

د مارچ پر ۲۲مه مېرمن کینېډي د لاهور د آسونو او څارویو مېلې ته ورغلله. هلته یې هم تود هرکلی وشو. ایوب خان ورته یو آس ډالۍ کړ چې ((سردار)) نومېده.

جیکي له لاهوره خپل مېړه ولسمشر کینېډي ته یو لیک استولی وو چې پکې د سردار ستاینه شوې.

باب ۳

د پېښور او خیبر درې سیل

جیکي د مارچ پر ۲۴مه له راولپېنډۍ څخه پېښور ته ورغلله. د پېنډۍ پر هوايي ډګر هغې د ایوب خان د قراقلۍ ستاینه وکړه. نوموړي د خپل سر قراقلۍ د هغې پر سر کښېښوده چې د پېښور او تورخم په ټول سفر کې یې پر سر وه.

مېرمن کینېډي د خيبر راېفلز د ځوانانو د بينډ تر څنګ ولاړه ده.
مېرمن کینېډي د خيبر راېفلز د ځوانانو د بينډ تر څنګ ولاړه ده. JFK Library and Museum

کینېډي ته د پېښور پر هوايي ډګر او قصه خوانۍ بازار کې د ښار اوسېدونکو ښه راغلاست ووایه خو دې وویل چې د لاهور او پېنډۍ پرتله، په پېښور کې کمې ښځې د دې هرکلي ته ورغلې وې. د امریکايي ولسمشر ښځه لومړی د جمرود کلا او بیا د خیبر درې له لارې تورخم ته ورغلله. هلته ورته ځايي مشرانو دودیزې ډالې ورکړې. ماښام، په پېښور کې، د ګورنر په دفتر کې ورته د ملېشه ځواک ځوانانو دودیزه ((خټګ نڅا)) وښوده.

راشده شاهد جان

اويا کلنه راشده شاهد جان په ۱۹۶۰م کې د کالج زده کونکي وه. نوموړې سره د خپلو خويندو د پيښور هوايي اډې ته ورغلی وه چې جيکلين کينيډي ته هرکلی ووايي. راشده بي بي ۵۵ کاله وړاندې هغه منظر داسې بيانوي.

باب ۴

مخه ښه

بشير اوښ والا
پر ۱۹۶۱ز کال چې د امریکا مرستیال ولسمشر لېنډن جانسن پاکستان ته تللی وو نو د کراچۍ پر سړک ورته ښه راغلاست ته په ورغلیو کې یو داسې کس هم وو چې له خپل اوښ سره ولاړ وو.→ نور ولولئئ

جیکلېن کینېډي د مارچ پر ۲۶مه، د پاکستان د هغه وخت له پلازمېنې کراچۍ څخه لندن ته پرواز وکړ. تر دې مخکې نوموړې د پاکستان جوړوونکي محمد علي جناح مزار ته ورغلله او په جناح هسپتال کې یې ناروغه ماشومان هم لیدلي ول. دې په کراچۍ کې د یو اوښ والا له کورنۍ سره ولیدل – هغوی څوک ول؟

د مېرمن کینېډي د کراچۍ د جناح هسپتال د ماشومانو وارډ ته د ورتګ يو منظر.
د مېرمن کینېډي د کراچۍ د جناح هسپتال د ماشومانو وارډ ته د ورتګ يو منظر.JFK Library and Museum

پای

د امريکا او پاکستان اړيکې

د امریکا او پاکستان اړیکي تل یو شان نه دي پاتې شوي. په تېرو اووه لسیزو کې د دواړو تعلقات له ډېرو لوړو، ژورو تېر شوي، خو له ۱۹۹۰ز لسیزې راهیسې، نه یوازې د امریکا بلکې د یو شمېر پرمختللیو هېوادونو مشران اکثر پاکستان ته نه ځي چې یو لوی لامل یې د هغه هېواد امنیتي حالات دي. امریکا اوس هم د پاکستاني ولس د باور تر لاسه کولو لپاره هر کال ورسره د کروړونه ډالرو مرستې کوي، خو په تېرو ۵۵ کلونو کې د جیکلېن کینېډي او د بشیر څاروان په څېر د ولسي ډېپلوماسۍ بېلګې کمې تر سترګو کېږي.

د هند او پاکستان تر سفر وروسته د مېرمن کینېډي واشنګټن ته د رسېدو يو عکس.
د هند او پاکستان تر سفر وروسته د مېرمن کینېډي واشنګټن ته د رسېدو يو عکس. JFK Library and Museum

ايوب خان د ۱۹۶۲م کال د سپټمبر پر ۲۴مه يو وار بيا د امريکا سفر وکړ. دا وار هغه د مېرمن کېنېډي په پلرني کور((نيو پورټ)) کې مېلمه و.

د ولسمشر کینېډي او د هغه د مېرمن جيکلېن کینېډي د امريکا په هېمرسمېت فارم کې له ولسمشر محمد ايوب خان سره يو عکس.
د ولسمشر کینېډي او د هغه د مېرمن جيکلېن کینېډي د امريکا په هېمرسمېت فارم کې له ولسمشر محمد ايوب خان سره يو عکس.JFK Library and Museum