د لاسرسي ځای

د شام بشري حقونو څار ډله وايي، له رقه ښار سره نېږدې پر یوه سکول په هوايي بمبارۍ کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.

دې برتانیا مېشتې ډلې نن وویل، د دوی په باور، دا بمباري په شام او عراق کې د اسلامي دولت ضد جنګېدونکي د هغه نړیوال اېتلاف الوتکې کړې چې په مشري یې امریکا کوي. دا ډله وايي، نن سهار وختي تر بمبارۍ وروسته د دوی فعالانو په سکول کې لږ تر لږه ۳۳ مړي موندلي دي. په دې ښوونځي کې د جګړې له کبله بېکوره شویو پناه اخیستې وه. د امریکا په مشرۍ اېتلاف لا په دې اړه څه نه دي ویلي

XS
SM
MD
LG