د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي مشران وايي په جرمني کې نورې غونډې نه کوي


د ترکي سیاستوالان وايي ، دوی به نور په خپل هیواد کې تر ټول پوښتنې وړاندې په جرمني کې د لاریون کولو هڅه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکي او جرمني ترمنځ په اړیکو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ټاکل شوې ده چې په ترکي کې د اپرېل پر ۱۶ شپاړسمه نېټه د دې لپاره ټول پوښتنه وشي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د واک زیاتولو لپاره په اساسي قانون کې بدلون راوستل شي.

د جرمني په کولن ښار کې د رجب طیب اردوغان د انصاف او پرمختګ ګوند دفتر د سېشنبې په ورځ ویلي چېدوی د ولسمشر د واک پراخولو لپاره په جرمني کې د مېشتو ترکانو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ټولې غونډې منسوخه کړې دي. په جرمني کې شاوخوا ۱۲ دولس لکه ترکان ژوند کوي.

له جرمني او هالېنډ سره د ترکي اړیکې له هغه وروسته کړکېچنې شوې چې یادو هیوادونو د امنیتي اندېښنو له کبله د ترکي وزیرانو ته د دې اجازه ورنکړه چې هلته د ترکانو لاریونونو ته ویناوې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG